د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
img

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شول.

دغه پروګرام د زراعت پوهنځي د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو، د نشه‌يي توکو د ناوړه پایلو د څرګندولو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو د دودولو د اهمیت په موخه د زراعتي اقتصاد او پراختیا څانګې له خوا، د زراغت پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همغږۍ جوړ او وړاندې شوه.

یاد سمینارونه په ترتیب سره د پوهنیار سراج‌الدین رحیمي او پوهنیار زمري محمودي له خوا وړاندې شول. وړاندې کوونکو د اسلامي لارښوونو، علمي لیدلوري او د هېواد د کرنیزو او اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره اړوند موضوعات په تفصیل سره تشریح کړل.

د پروګرام په پای کې، د زراعتی اقتصاد او پراختیا څانګې آمر، پوهنیار مجیب‌الله حفیظي، د پوهاوي پروګرامونو پر دوام او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې د علمي څېړنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS