د نشهيي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه
د نشهيي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایتالله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شول.
دغه پروګرام د زراعت پوهنځي د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو، د نشهيي توکو د ناوړه پایلو د څرګندولو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو د دودولو د اهمیت په موخه د زراعتي اقتصاد او پراختیا څانګې له خوا، د زراغت پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همغږۍ جوړ او وړاندې شوه.
یاد سمینارونه په ترتیب سره د پوهنیار سراجالدین رحیمي او پوهنیار زمري محمودي له خوا وړاندې شول. وړاندې کوونکو د اسلامي لارښوونو، علمي لیدلوري او د هېواد د کرنیزو او اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره اړوند موضوعات په تفصیل سره تشریح کړل.
د پروګرام په پای کې، د زراعتی اقتصاد او پراختیا څانګې آمر، پوهنیار مجیبالله حفیظي، د پوهاوي پروګرامونو پر دوام او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې د علمي څېړنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
