د پوهنتون پرمختللې مشرتابه د څلور ورځنۍ روزنیزې ورکشاپ چې د پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختګ آمریت له خوا تنظیم شوې وه، نن پای ته ورسېده.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۰:۵۱
img

دغه ورکشاپ د پوهنتون پرمختللې مشرتابه پوهې د انتقال، د مشرتابه ستراتېژۍ، پلان جوړونې، ستراتېژیک پلان ترتیب، د قوتونو، ضعفونو، فرصتونو او ګواښونو (SWOT) تحلیل او د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو اصلي او فرعي معیارونو په موخه د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او د پوهنځیو رئیسانو لپاره ترسره شوه.
د دې ورکشاپ د پای په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله د استادانو مسلکي پرمختګ آمریت، د لوړو زده کړو وزارت څخه د ماسټر ترینر استادانو او ګډونوالو مننه وکړه. هغه د مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دې ډول ورکشاپونو ترسره کول کولای شي د لوړ کیفیت تعلیمي خدماتو وړاندې کولو په بهیر کې اغېزمن وي.
په پای کې د مېلمنو په شتون کې ګډونوالو ته تصدیق‌نامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS