په هرات پوهنتون کي د ليلې محصلينو لپاره روزنيز سمينار وړاندي شو

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
img

په هرات پوهنتون کي د ليلې محصلينو ته يو ورځنی روزنيز سمينار وړاندي شو، چي د پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني، د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي، د دفتر آمر، کارکوونکو او محصلانو پکښي ګډون درلود.
په دې سمينار کي د هرات پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني محصلانو ته د اسلام مبارک دين او اسلامي ارزښتونو، رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتونو پر پيروي او د مسلمانانو امير ته پر اطاعت کولو باندي خبري وکړې. نوموړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو د فداکارۍ او قربانيو يادونه وکړه همدارنګه یې پر محصلينو ټينګار وکړ، چي خپل ژوند، صورت او سيرت به د هغوی په شان جوړ او مراعت کړي.
شيخ عبدالغني حقاني محصلينو ته علم او پوهه د مسلمانانو د قوت راز ياد کړ او هغوی ته يې په تاکيد کولو سره وويل چي خپل درسونه جدي تعقيب کړئ، خپل ځان او هيواد پر قوي کړئ؛ ترڅو کفار بیا د مسلمانانو پر وړاندي د درېدلو جرئت ونکړي همدارنګه هغوی ته يې يادونه وکړه چي د علم ترلاسه کولو لپاره خپله اړيکه د خدای تعالی سره ټينګه وساتئ او ځانونه ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر ښکلي سنت طريقه سره لارې روښانه کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کي محصلينو ته زياته کړه، چي تاسي د هيواد راتلونکي ياست، خپل هدف علم ترلاسه کول وټاکی، خپل نيت د الله تعالی د رضا ترلاسه کول او ولس ته په خدمت کولو باندي ځانګړی کړئ، ځکه چي علم هغه وخت خپل اصلي ارزښت پيدا کوي، چي د ترلاسه کولو نيت يې يوازي د الله تعالی رضا، خلکو ته د خدمت او د هيواد جوړولو لپاره وکارول سي.
 ياد روزنيز سمينار د محصلانو له لوري وستايل شو، د پوهنتون رهبري يې د همدې سمينار داير کېدو په پار مننه وکړه، هغوی د پوهنتون رهبري سره ژمنه وکړل چي دوی به خپل درسونه ښه تعقيب کړي، اسلامي او ديني اخلاقي ارزښتونو مراعات همدارنګه ټولني او خپل هيواد ته به غوره خدمت ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS