*د هرات پوهنتون د مخکښو او هڅاندو استادانو او کارکوونکو ستاینه وشوه** .

nta_new_user
Wed, Dec 25 2024 9:05 PM
img

د هرات ولایت مقام د هرات پوهنتون په همکارۍ د پوهنتون ارزښت او مقام ته د درناوي په موخه په یوه ځانګړې غونډه کې د دې علمي بنسټ له هڅاندو او مخکښو استادانو او کارکوونکو څخه د تندیسونو او ستاینلیکونو په ورکولو قدرداني وکړه.
یاده غونډه چې د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو په حضور جوړه شوې وه، د پوهنتون هڅاندو استادانو او کارکوونکو څخه قدرداني وشوه.
مراسم د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. د پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون دې علمي مرکز ته د هرات د ولایت مقام د پام له امله مننه وکړه.
هغه د اداري اصولو په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې د هڅونې او تشویق اصل د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او صحابه کرامو په زمانه کې پلی کېده او موږ هم باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سیرت په تعقیب استادان او کارکوونکي تشویق کړو.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د علماوو او پوهانو د مقام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دوی د نظام اصلي برخه او د هېواد په ځان بسیاینې، ټکنالوژۍ پراختیا او پرمختګ کې کلیدي رول لري. هغه پر اتحاد، یووالي، منلو او د دیني مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي ټینګار وکړ او د اخلاص په عمل او د اسلامي نظام د اصولو او قوانینو په رعایت ټینګار وکړ.
د هرات والي د امارت اسلامي د ځانګړو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې یادونه وکړه او د هرات صنعتي ښارګوټي کې د سلګونو تولیدي فابریکو پرانیستل یې د اقتصادي ودې نښه وبلله. هغه د پوهنتونونو د وړ کدرونو د وړتیاوو په کارولو د پرمختیايي او بیا رغونې په پروژو کې ټینګار وکړ.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د افغانستان د راتلونکي لپاره د علماوو او پوهانو کلیدي رول مهم وباله. هغه د دې ناستې د جوړېدو له امله مننه وکړه او د هېواد علمي بنسټونو مقام یې وستایه.
وروسته شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د استادانو د مسلکي پوهې د محصلانو ته لېږد او د اداري کارکوونکو د خدمتونو ستاینه وکړه.
د غونډې په پای کې د هرات ولایت مقام او پوهنتون له خوا برابر شوي تندیسونه او ستاینلیکونه استادانو او کارکوونکو ته ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د هرات پوهنتون ریاست د یادګار په توګه د ولایت مقام ته یو هنري تابلو هم ډالۍ کړه.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS