د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کدري روغتون له نوې ساحې څخه لیدنه

hu_admin
Sat, Jul 29 2023 9:28 AM
:

د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوی عبدالعزیز نعماني په داسې حال کې چې د طب پوهنځي رئیس پوهندوی ډاکتر شفیق احمد جویا د دې پوهنځي استادانو  او یو شمېر اداري کارکوونکو هم حضور درلود د هرات پوهنتون له نوې ساحې څخه چې د طب پوهنځي کادري روغتون  به پکې جوړ شي لیدنه وکړه.
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د هرات ولایت مقام او د لوړو زده کړو وزارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دې پوهنځي د کادري روغتون پرانیستل یې د دې علمي مرکز په ځانګړې توګه د هرات ولایت طبي ټولنې لپاره د یوې لویې لاسته راوړنې په نامه یاده کړه.  
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي رئیس ښاغلی جویا وایي: د دې روغتون پرانیستل له یوې خوا د دې لامل ګرځي چې محصلین په آرامه فضا کې د درملنې د نویو روشونو او د خپلو استادانو د تخصصي تجربو له لارې اړین مهارتونه لاس ته راوړي او له بلې خوا د علمي تحقیقاتو ترسره کول چې د پوهې د تولید او د خدمتونو د وړاندې کولو لامل ګرځي چمتو کوي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۸ محرم ۱۴۴۵- ۴ زمری ۱۴۰۲

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS