د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د جديد الشمول او ممتازو محصلينو غونډه ترسره سوه!

nta_new_user
Tue, Sep 02 2025 2:31 PM
img

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د فرهنګي کمېټې له لوري جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د (۱۴۰۴) هـ لمريز کال د پسرلني سميسټر ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره سوه! 
دا غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس نوماند پوهنيار ذبيح الله عرفان، محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي، د يو شمېر پوهنځيو رئیسانو، د هرات پوهنتون د دفتر آمر الحاج مولوي نورالحق اظهر، کارکونکو چارو آمر محمد اجمل سنځر، د يادې پوهنځي استادانو او محصلانو پکښي ګډون درلود.
د غونډې په پيل کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رئیس نوماند پوهنيار ذبيح الله عرفان له لوري د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل سو،  نوموړي د پوهنځي د ټولو استادانو د علمي هڅو او غوره زيار همدارنګه د ممتاز محصلانو د ښه مطالعې او ښه درس ويلو ستاينه وکړه همدارنګه هغه په خپلې وينا کي جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل، چي تاسي ته په پوهنځي غوره استادان، غوره امکانات چمتو سوي دي، تاسي هڅه وکړی چي ښه مطالعه وکړی، علمي زحمت وکاږئ، ځان د ټولني ژبه، سترګي او غوره مدافع وکيل جوړ کړی، تاسي بايد د ولس رښتینی ږغ اوسئ، په راتلونکي کي ځان د ولس او حکومت ترمنځ د عدالت او دفاع د پُل حيثيت خپل کړی او ټولني ته د ښه خدمت مصدر وګرځی.
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي له لوري ټولو جديد الشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل سو، نوموړي ټولو محصلينو ته سپارښتنه وکړه چي ځان د ټولني او نظام لپاره  فکري مدافع جوړ کړي هغه زياته کړه چي تاسي په غوره ژبنيزه او فکري مبارزې سره د اسلام، نظام او افغاني ټولني خدمت لپاره ځان جوړ او فعاليت وکړی، تاسي ته په همدغه پوهنتون کي غوره استادانو او ښه امکانات چمتو سوي دي، تاسي د خپلو استادانو احترام او قدر وکړی، مطالعه عادت وګرځوی همدرانګه په پوهنتون او پوهنځی کي د ښه نظم ساتنه وکړی.
د يادې پوهنځي د استادانو په استازیتوب دوکتور پوهندوی نجيب الرحمن حديد له لوري ټولو جديد الشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل سو، هغه  ټولو نوي محصلانو ته د ژمنتيا يادونه وکړه، نوموړي وويل چي ټولنه مسلکي ژمن ځوانانو ته اړتيا لري، تاسي کوښښ وکړئ چي د ځان څخه ښه ورځپاڼه ليکونکی، ښه وياند او غوره خبريال جوړ کړی، نوموړي په خپلو خبرو کي زياته کړه چي سترګي، غوږونه او ژبه مو د غوره ټولنيز او مسلکي رسالت لپاره وکاروئ، هڅه وکړئ مسلک د عايد لپاره نه بلکي ټولني ته د غوره خدمت معيار په نظر کښي ونيسئ.
په دې غونډه کي بیا د يادې پوهنځي د ستراتيژيک پلان کمېټې مسؤل نوماند پوهنيار ميرويس پيمان له لوري محصلانو ته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي ستراتيژيک پلان، کريډيټ او نظم ډسپلين لايحې اړوند سمينار وړاندي سو.
د عصمت الله افغان په نوم يو تن جديد الشمول محصل د جديد الشمول محصلانو په استازيتوب د خپلو استادانو د تدريس، پوهنځي کي د شته امکاناتو، مطبعې، راډيو او تلويزيون سټډیو ستاينه وکړه، هغه وويل چي موږ چي د ليري پرتو ولايتونو څخه دلته هرات پوهنتون ته راغلي يو، زموږ هدف ښه زده کړه ترلاسه کول دي او غواړو د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړه ترلاسه کړو، هغه ټولو راغلو جديد الشمول محصلانو ته وويل چي تاسي زحمت وکاږئ، هڅه وکړئ چي ښه مطالعه وکړی او د ځان څخه ښه مسلکي ځوان همدلته جوړ او بیا د ټولني ښه خدمت وکړی، چي دا هغه وخت شونې ده چي موږ او تاسي ښه مطالعه وکړو او خپل درسونه پر وخت تعقيب او ولولو.
د غونډي په وروستيو کي د ټولو صنفونو لومړي مقام ګټونکي محصلان په ستاينليک سره وستایل سوه او غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسېده

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS