د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
img

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات ولایت د نورو امارتي ادارو د کارکوونکو لپاره جوړ کړ.

یاد ورکشاپ د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد پوهنیار محمد فیروز مدبر له لوري وړاندې شو. په دې ورکشاپ کې ګډونوال د ادارې او اداري چارو د بهیر له بنسټیزو مفاهیمو، د اداري مراسلاتو له مفهوم، ارزښت او موخو، د مراسلاتو له اصولو او بنسټونو، د اداري مراسلاتو له ډولونو، د یوه معیاري اداري لیک له ځانګړتیاوو، له اداري لیکنو او د هغو له اهمیت، له اداري مکتوب او ډولونو او همدارنګه د مکتوب له بېلابېلو برخو او د هغو د سمې لیکنې له طریقې سره په تفصیلي ډول بلد شول.

ورکشاپ له یوې لنډې دمې وروسته د پوښتنو او ځوابونو په برخې سره دوام وکړ، چې ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظریات او لیدلوري شریک کړل.

د یادونې وړ ده، د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت هوډ لري چې د دې علمي بنسټ له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پراختیا او د اداري چارو د بهیر د لا ښه والي لپاره، د ظرفیت لوړونې او ښوونیز پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS