د هرات پوهنتون رئیس د سېندرلا د نړیوالو شرکتونو له رئیس سره لیدنه وکړه.
شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، د معاونینو او د پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د رئیس په ملتیا، له آرون عظیم، د سېندرلا د نړیوالو شرکتونو له رئیس سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.
د دې لیدنې اصلي موخه د ګډو همکاریو لارو ارزول وو، څو د هرات پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ (خط آهن) دیپارتمنت رامنځته شي.
په دې ناسته کې آرون عظیم، په افغانستان، په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې، د نړیوالو سېندرلا شرکتونو د برنامو او فعالیتونو د معرفي کولو تر څنګ وویل، که په هرات پوهنتون کې د خط آهن دیپارتمنت جوړ شي، نو شرکت به چمتو وي چې د دې دیپارتمنت ټولې اړینې اسانتیاوې او تجهیزات برابر کړي او د دې برخې محصلانو ته به د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړي.
د هرات پوهنتون رئیس، د نړیوالو سېندرلا شرکتونو د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د تفاهملیک تر لاسلیک او د دې دیپارتمنت د رامنځته کولو د رسمي جواز تر ترلاسه کېدو وروسته، د هرات پوهنتون مشرتابه چمتو ده چې له دې علمي بنسټ سره د شرکت رسمي همکاري پیل کړي.
