د ږغ ايډيټ او سموني اونيز ورکشاپ دایر سو.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
img

  د رسنيو عملياتي مرکز د راډيو مديريت له لوري د ږغ ایډیټ، سموني او ګرافيک اړوند اونيز ورکشاپ دایر سو.
 د محصلانو چارو معاونيت د رسنيو عملياتي مرکز مسؤلينو په وينا په دې سمينار کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګي (۳۰) تنو محصلانو ته په عملي ډول د ږغ ايډيټ او سموني زده کړه ورکول سوه. 
په دې اونيز ورکشاپ کي ګډون کوونکو  محصلانو ته د (Adobe Addition) پروګرام زده کړه او کارونه په عملي ډول ور زده کړل سوه.
ددې تر څنګ په دې اونيزه او ښوونيزه دوره کي چي کومو محصلينو ګډون کړی و، هغوی په عملي او پروژيې ډول د اډب اډېشن (Adobe Addition) پروګرام په مرستې د ږغ ايډيټ او سموني تخنیکونه ور زده کړل سوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سیمینار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو او عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټې په ګډې همکارۍ استادانو ته د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سمینار وړاندي سو.
د دې سمینار څخه موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

په هرات پوهنتون کي د پلان او راپور جوړوني يو ورځنی سمينار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت د هرات ولایت د کارکوونکو چارو ریاست سره په ګډې همکارۍ د هرات پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د کاري پلان او راپور جوړوني اړوند یو ورځنی سمینار وړاندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

محصلانو ته د کمرې د برخو پيژندني اړوند عملي زده کړه ورکول سوه

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي محصلانو ته د کامرې سره د بلدتيا او استعمال اړوند عملي زده کړه ورکول سوه.
ياد عملي کار د استاد نوماند پوهنيار امان الله. . .

BACK TO NEWS