د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سیمینار وړاندي سو

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۱۰
img

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو او عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټې په ګډې همکارۍ استادانو ته د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سمینار وړاندي سو.
د دې سمینار څخه موخه د استادانو او زده کړیالانو د علمي او تخنیکي پوهي لوړول و، ترڅو هغوی د نوي تکنالوژي په کارولو سره د درسي موادو ښه انتقال لپاره ترې ګټه پورته کړي.
په دې علمي پروګرامونو کي د (Augmented Reality) تکنالوژۍ، د ګوګل کالس روم جوړښت او کارول، ددې برخي د ډیزاین او چمتو کولو مرحلې همدارنګه په عملي ډول په ښوونيز او علمي چاپيريال کي تحلیل او ور وښودل سوه.
دا سمینار د ښکلو هنرونو پوهنځي استاد عاقل حیدري او د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي استاد اکرم محمدي له لوري وړاندي سو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS