محصلانو ته د کمرې د برخو پيژندني اړوند عملي زده کړه ورکول سوه

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي محصلانو ته د کامرې سره د بلدتيا او استعمال اړوند عملي زده کړه ورکول سوه.
ياد عملي کار د استاد نوماند پوهنيار امان الله پښتون او د سيد محمد اسماعيل صفا له لوري د رسنيو په عملياتي مرکز کي ترسره سو.
په دې عملي کار کي محصلانو ته د کامرې د زوم (Zoom)، عکس نيول او ويډيو ثبت کول، کارول او يو شمېر نورې مهمي برخي ور وښودل سوې.
د يادوني وړ ده، چي دا عملي کارونه د فوټو ژورناليزم د مضمون اړوند عملي زده کړې برخه ده, چي په راتلونکي کي به يادو محصلانو ته نور مهم او اړين عملي کارونه هم ترسره سي.