د ګوګل څخه د کار اخيستني خدمتونو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمريت له لوري د لومړي ټولګيو محصلانو ته د علمي ظرفيت لوړوني په پار د ګوګل پيژندني او د هغه څخه د غوره ګټه اخيستني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ د ټولو شپاړلس پوهنځيو څخه (۵۰) تنه محصلانو ګډون درلود، چي هغوی ته د ګوګل پيژندني، برېښناليک (Gmail)، ګوګل ذخیره کوونکي (Google Drive)، ګوګل اسناد (Google Docs) او يو شمېر نورو مهمو برخو کي د زده کړې او څېړني ترسره کولو اړوند مالومات پکښي وړاندي سول.
د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمر سيد معروف سادات په وينا؛ ددې ورکشاپ موخه د محصلانو د علمي ظرفيت لوړول او په همدې برخه کي د زده کړې او څېړني لپاره ترې ښه کار اخيستل و.