د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب‌پېژندنې څانګه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۱۰
img

د اسلامي علومو او شرعياتو پوهنځي د کنفرانسونو په لړ کې دا ځل د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب پېژندنې څانګه تر سرليک لاندې کنفرانس د دې پوهنځي په سالون کې د دې‌ پوهنځي د رئیس شيخ الحديث مفتي هدايت الله منيب، د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست د فرهنګ او هنر امر مولوي حميدالله غياثي، د استادانو او محصلینو په حضور کې وړاندې شو. 
د دې کنفرانس په لومړيو کې د شرعياتو د پوهنځي رئيس شيخ الحديث مفتي هدايت الله منيب د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب پېژندنې اهميت او ارزښت بيان کړ. 
وروسته پوهاند عبدالطيف لايق او پوهنيار عزيزالرحمن حنفي د « هدايې شريفې» او « ظاهر الروايه» لنډه پېژندنه وړاندې کړه. 
په آخر کې پوښتنو ته ځوابونه وويل شول. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د ټولنپوهني محصلانو علمي سفر؛

د اجتماعي علومو پوهنځي د ټولنپوهني څانگې د دريم ټولگي زده کونکو د خپلو استادانو په لارښودني د کليوالي ټولنپوهنې د مضمون اړوند د کلیوالو سیمو د ستونزو پیژندلو او د کلیو د وضعیت د څېړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د علمي اعتبار ترلاسه کولو د چوکاټ پوهاوي اړوند سمینار وړاندي سو.

په اقتصاد پوهنځي کي د دريو څانګو او فرعي کمېټو مسؤلينو همدارنګه اداري کارکوونکو ته د علمي اعتبار ترلاسه کولو چوکاټ د پوهاوي اړوند يو ورځنی سمينار وړاندي سو.
 دا سمينار د علمي او تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د جديد الشمول او ممتازو محصلينو غونډه ترسره سوه!

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د فرهنګي کمېټې له لوري جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د (۱۴۰۴) هـ لمريز کال د پسرلني سميسټر ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره سوه! 
دا غونډه د. . .

BACK TO NEWS