د شرعياتو، طب، انجينري او حقوقو پوهنځيو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل جوړ شو.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۳۲
img

د شرعياتو، طب، انجينري او حقوقو پوهنځيو فرهنګي کمېټو خپلو نويو شامل شوو محصلينو ته په جلا جلا توګه د ښه راغلاست محفلونه جوړ کړل. 
په دې محفلونو کې د پوهنځيو رئيسانو نويو محصلينو ته هرکی، مبارکي ورکول، پوهنځيو ته ورپېژندل، د لوړو زده کړو وزارت لوايح او مقرارت ور پېژندل او نظم مرعات کول ور  وښودل. 
همدارنګه د پوهنځيو رئيسانو له محصلينو وغوښتل چې خپلو درسونو ته د توجه تر څنګ  د پوهنځي په نورو فرهنګي کارونو او تحقيقاتو کې هم پوره ونډه واخلي. 
همدارنګه د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار په دې مراسمو کې محصلین تشويق کړل او ورته ويې ويل چې د استادانو له تجربو څخه مو ګټه واخلئ. 
د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي محصلينو ته وويل چې خپل استادانو مو د ځانونو لپاره الګو ونيسئ او په خپلو درسونو کې کوښښ وکړئ. 
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس هم محصلينو ته ښه راغلاست وويل، او محصلين يې وهڅول چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړئ. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د ټولنپوهني محصلانو علمي سفر؛

د اجتماعي علومو پوهنځي د ټولنپوهني څانگې د دريم ټولگي زده کونکو د خپلو استادانو په لارښودني د کليوالي ټولنپوهنې د مضمون اړوند د کلیوالو سیمو د ستونزو پیژندلو او د کلیو د وضعیت د څېړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د علمي اعتبار ترلاسه کولو د چوکاټ پوهاوي اړوند سمینار وړاندي سو.

په اقتصاد پوهنځي کي د دريو څانګو او فرعي کمېټو مسؤلينو همدارنګه اداري کارکوونکو ته د علمي اعتبار ترلاسه کولو چوکاټ د پوهاوي اړوند يو ورځنی سمينار وړاندي سو.
 دا سمينار د علمي او تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د جديد الشمول او ممتازو محصلينو غونډه ترسره سوه!

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د فرهنګي کمېټې له لوري جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د (۱۴۰۴) هـ لمريز کال د پسرلني سميسټر ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره سوه! 
دا غونډه د. . .

BACK TO NEWS