د لوړو زده کړو وزارت نوی سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداءمحمد ندیم د ویډیو کنفرانس له لاري د پوهنتونونو له رئیسانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۸:۴۵
""

په یاد ویډیو کنفرانس کې چې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون د مالی او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو د چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس او د هرات پوهنتون د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار هم ګډون درلود، شیخ صاحب نداء محمد ندیم د پوهنتونونو رئیسان او نور مسئوولین خپل دندو ته متوجه کړل او ویې ویل چې «خدای جل جلاله موږ او تاسو ته د قربانیو په بدل کې یو غوره اسلامي نظام په برخه کړ نو ددي نظام د پایښت او ټینګښت لپاره موږ او تاسو ته اړینه ده چې د ا.ا.ا اطاعت وکړو، نیتونه مو پاک او ريښتني وساتو، په پوره اخلاص سره کار وکړو او د دندي سرته رسول د ځان لپاره عبادت وګڼو». همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتونونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د وطن د اولادونو په تربيي کې له اخلاصه کار واخلي.
د غونډې په پاې کې د مرکز او ولایایتونو د دولتي پوهنتونونو رئیسانو خپل نظریات، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریک کړل چې د وزارت د ښاغلي سرپرست لخوا واوریدل شول او د مشکلاتو د حل او د وړاندیزونو د عملي کیدلو په اړه یې دوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS