امتحانات سمستر بهاری پوهنتون هرات امروز آغاز شد

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۹:۴۲
:

نن ورځ د هرات پوهنتون د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې.

د هرات پوهنتون د ازموینو د شروع په لومړۍ ورځ، د پوهنتون مالي او اداري مرستيال او سرپرست رئیس منت الله اخندزاده، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس او د علمي چارو سرپرست او د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنځیو د ازموینو د کمیټو د کړنو چارې او د ازموینې د پوښتنو پاڼې بررسي او کنټرول کړي.
د هرات پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنتون د پوهنځیو د کمیټو کړنې مثبتې و ارزولې او همدارنګه یې د ازموینو د کمیټو د امکاناتو د لا تجهیز لپاره وعده او ترڅنګ یې لازم هدایات او لارښوونې ارایه کړې او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او طرزالعمل مطابق یې د رڼو او شفافو ازموینو پر اخیستنې ټینګار وکړ.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۴ --- ۲۷ جوزا  ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS