جلسه پلان استراتیژیک ۵ ساله معاونیت مالی و اداری برگزار شد

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۸:۴۳
:

نن ورځ د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د پنځه کلن استراتېژيک پلان ناسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت په کاري دفتر کې دایره شوه.
لومړی د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده د استراتېژیک پلان د ارزښت په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: د یوې ادارې هره برخه د برناموو د پراختیا، مخته وړلو او موخو ته د لاس رسي لپاره د لنډې مودې او اوږدې مودې پلانونو ته اړتیا لري او په راتلوونکو ۵ کلونو کې د هرات پوهنتون باید د معیاري استراتېژیک پلان د طرحې له لارې لوړ دریځ لاسته راوړي.
ښاغلي آخندزاده د تحصیلي مرکزونو مالي او اداري برخې یو له حیاتي او ارزښتمنو برخو څخه وبللې زیاته یې کړه: د دې معاونیت اساسي لومړیتوب هرات پوهنتون ته د خدماتو رسول او د پراختیا او پرمختګ لپاره یې دلارې هوارول دي، لازمه ده چې د اداري برخو آمران او مدیران دې اړین امر ته په پاملرنې سره خپلې انکشافي برنامې او پلانونه چمتو او ترتیب کړي.
ورپسې د اداري برخو آمرانو او مدیرانو هم خپل نظریات تبادله کړل، خپلې طرحې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲ ذی القعده ۱۴۴۴ - ۱ جوزا ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS