دهرات پوهنتون دمحصلانو چارو مرستیال خپل کارکونکو ته ور وپيژندل سو

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۸:۳۷
معاون امور محصلان

پوهندوي ډاکټر محمد داوود منیر نن د یولړ مراسمو په ترڅ کي دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز، دهرات پوهنتون مالي اواداري مرستیال محمد نذیر سکندري،د بیلابیلو پوهنځیو رئیسانو او د اداري څانګي آمرینو په شتون کي دهرات پوهنتون دمحصلانو چارو مرستیال په تو ګه خپل کارکونکو ته وروپیژندل سو.
دهرات پوهنتون رئیس ښاغلی فایز دهرات پوهنتون مخکنې د محصلانو چارو مرستیالې پوهنوال قاهره رسولي څخه دمننې ترڅنګه یي دهغې کړنې او لاسته راوړنې وستایلي.
ښاغلي فایز د پوهندوي ډاکټر محمد داوود منیر ګمارنه دهرات پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه، دمبارکي ترڅنګ یی وویل: د محصلانو چارو پرمخ وړل دلوړو زده کړو وزارت دمقراتو او قوانینو سره سم زموږ دټولو دنده ده او هیله مندیو چي دهرات پوهنتون نوي مرستیال به خپل د څوکلنې تجربي څخه په ګټه اخیستلو، دلوړو زده کړو وزارت قوانینو سره سم د محصلانو چارو لپاره محصلانو ته دښه خدمتونو وړاندي کولوکي خپل خپرونې او پلانونه عملي کړي.
وروسته پوهندوي ډاکټر محمد داوود منیر دلوړو زده کړو وزرات اودهرات پوهنتون له مشرتابه پلاوي یي د دوي د حسن نیت څخه مننه وکړه او هوډ یی وکړ چي محصلانو ته دښه خدماتو وړاندي کولو کي به هر راز هڅه او کوښښ وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS