دویم دور د کیفیت تضمین د اصلي او فرعي معیارونو د بیاکتنې سیمینار په هرات پوهنتون کې ترسره شو.

د کیفیت تضمین د اصلي او فرعي معیارونو د بیاکتنې لومړۍ دوره د ډیپارټمنټونو آمرینو او د اصلي او فرعي کمېټو مسوولینو لپاره ترسره شوې وه.
پوهاند ډاکټر محمد یوسف امیني، چې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو کتونکو غړی دی، د کیفیت تضمین اړوند کلیدي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. هغه د ادارې د ارزونې کچې چکلسټ بیاکتنې، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو د ارزونې چکلسټ بیاکتنې او د کیفیت تضمین د اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو طریقه د بیاکتنې پر مهال په تفصیل سره تشریح کړه.