د اسلامي ټولني پر وړاندي د رسنيو مسؤليتونو اړوند علمي او فرهنګي سمينار وړاندي شو!

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸
img

د هرات ولايت مقام په نوښت او د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په علمي همکاري د هرات خبريالانو، رسنيو او فرهنګي کارکوونکو ته د اسلامي ټولني پر وړاندي د رسنیو مسؤليتونو اړوند علمي او فرهنګي سمينار وړاندي شو.

ياد دري ورځنی سمينار د هرات ولايت مقام په تالار کي داير شوی و، چي د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استاد پوهنيار امان الله پښتون له لوري وړاندي سو.

پدې سمينار کي د رسنۍ پيژندني، رسنيو دندې، په ټولنه کي د رسنيو ارزښت، د اسلامي ټولني پر وړاندي د رسنيو رسالت، د رسنيو اسلامي، مسلکي، اخلاقي او افغاني فرهنګي ارزښتونو، په اسلامي ټولنه کي د رسنيو ځای، په اسلامي نظام کي د بیان ازادي او يو شمېر نور مهم موضوعات وړاندي شول.

د يادوني وړ ده چي دا سمينار په اسلامي ټولني کي د رسنيو ځای، د اسلامي او افغاني فرهنګي ارزښتونو را څرګندولو، ديني پوهاوي لوړولو او د رسنيو مسؤليت احساس د پياوړتيا کولو په پار وړاندي شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS