د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وسلم) د لوړ مقام د ستايني غونډه ترسره سوه.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۴۷
img

د هرات پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ  پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وآله وسلم) د لوړ مقام د درناوي په مناسبت روحاني او معنوي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کي استادانو، زده کړيالانو او د نبوي سيرت مينه والو پکښي ګډون کړی و، چي د حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) د ژوند، اخلاقو او سيرت بېلابېل اړخونه يادونه پکښي وسوه.
دا غونډه د قران کريم په تلاوت راپيل سوه، چي د هرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد دکتور عبیدالله عبید له لوري د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) پر سيرت باندي خبري وکړې، د نوموړي په وينا د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) سيرت د عدالت، ميني او مهرباني سمبول ياد کړ او زياته يې کړه، چي د اسلام پيغمبر د ټولې نړۍ د بشريت د غوره اخلاقو، عدالت او انصاف ستر لارښود ياد کړ.
  په دې غونډې د عامه ادارې د څانګې آمر  پوهنيار محمد فيروز مدبر بیا په خپلې علمي وينا کي د پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) د شخصيت پر بېلابېلو برخو او  غوره رهبري باندي یې بحث وکړ.
دا غونډه د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) لپاره په ښکلو ځانګړي سوو نعتونو او د ګډونوالو په نورو سپيڅلي احساساتو او اسلامي ميني باندي لا رنګين سو.
په وروستيو کي همدا غونډه په دعا کولو او د حضرت پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) لوړ او ستر روح ته په دورد شريف ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS