د الکترونيکي کورسونو د زده کړې لپاره آنلاین جلسه وشوه.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۲۲
img

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د ويډيو کنفرانس له لارې د پوهنتونونو د علمي معاونانو سره د الکترونيکي کورسونو د زده کړې په اړه خبرې اترې وکړې. 
په دې ويډيو کنفرانس چې د الکترونيکي کورسونو د پراختيا لپاره وشو، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خيرخوا د پوهنتونونو د علمي معاونيتونو له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه. هغه دغه راز  د انلاين کورسونو پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او ويې ويل:« د لوړو زده کړو وزارت د دې برنامې لپاره ځانګړې توجه لري او بايد چې په مناسبه توګه مديريت هم شي، تر څو محصلينو په لرې پرتو سيمو کې هم وکولای شي، د دې برنامې له لارې د زده کړو څخه برخمن شي. » 
دوکتور خير خواه همدارنګه وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د دې برنامې لپاره د تجهيزاتو او سټيډيوګانو په جوړولو لګيا دی. هغه وويل چې دا برنامه د هغه داخلي سيستم له لارې جوړېږي، چې د دې وزارت له خوا جوړ شوی دی. هغه په خپلو خبرو کې له معاونانو نه وغوښتل چې دا موضوع جدي وڅاري، تر څو انلاين کورسونه په موثره توګه په لاره واچول شي. 
 د هرات پوهنتون علمي معاون مولوي محمد موسی فایق له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چې د هرات پوهنتون د دې کورسونو د جوړولو لپاره بشپړه اماده‌ګي لري. هغه دغه راز وويل چې د دې برنامې معيارونه بايد ټولو پوهنتونونو ته ولېږل شي او د دې کورسونو د جوړولو لپاره بايد د پوهنتونونو استادانو يو کورس جوړ شي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS