د املا او سم‌لیکنې د سیالۍ پایلې اعلان شوې

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۴
img

د املا او سم‌لیکنې د سیالۍ پایلې، چې د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له خوا تنظیم شوې وه، د دې پوهنځي د مسؤولانو، استادانو او محصلانو په شتون کې اعلان شوې.
په هغه محفل چې د همدې مناسبت لپاره جوړ شوی و، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفي‌الله احمدي په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د ټینګښت پر اهمیت خبرې وکړې. وروسته یې په علمي نظام کې د محصل د مقام او د ټولنې د لیکدود د فرهنګ په لوړولو کې د هغوی د رول یادونه وکړه او د محصلانو پر علمي او اخلاقي مسؤولیتونو یې ټینګار وکړ.
وروسته پوهنمل ډاکټر عزیزالله مجددي، د دې پوهنځي د دري ژبې او ادبیاتو د څانګې آمر، د سم‌لیکنې پر اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د ټولنې، په ځانګړي ډول د اکاډمیک چاپېریال له مهمو اړتیاوو څخه وبلله.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې، د پایلو له اعلان سره سم، علي‌شېر احمدي د ارواپوهنې د څانګې محصل، د دې سیالۍ لومړی مقام ترلاسه کړ. همدارنګه محمد شفیع شهیدزاده، د ارواپوهنې د څانګې محصل، دوهم مقام او سید نورآقا احمدي، د کیمیا د څانګې محصل، درېیم مقام خپل کړ.
د مراسمو په پای کې د لومړي تر درېیم مقام ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شول او ټولو ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS