د دیني تخصصاتو او جامعاتو ریاست د بیا جوړونې پروژه پرانیستل شوه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲
img

د هرات ولایت د دیني تخصصاتو او جامعاتو ریاست د بیا جوړونې پروژې د پرانیستنې مراسم نن د الهي کلام د آیتونو په تلاوت او د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د دیني تخصصاتو او جامعاتو رئیس مفتي تاج محمد صهیب، د دیني تخصصاتو او جامعاتو ریاست اداري او مالي مرستیال مفتي عبدالقادر نعماني، د اداري کارکوونکو او ددې ریاست د بیا جوړونې پروژې د قرارداد کوونکي شرکت د مسئولینو په حضور دایر شول.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د دیني تخصصاتو او جامعاتو ریاست ته خدمت کول له دیني مسئولیتونو څخه وبلل ځکه چې دا ریاست په دیني علومو کې د متخصصو کسانو د روزلو او د اسلامي فرهنګ د ترویج کولو په برخه کې ټولنې ته لوی خدمت کوي.
د هرات پوهنتون رئیس د قرارداد کوونکي شرکت له مسئولینو څخه هم وغوښتل چې ورسپارل شوي کارونه په امانت او رښتینولۍ سره مخته یوسي.
وروسته د هرات ولایت د دیني تخصصاتو او جامعاتو ریاست اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالقادر نعماني د دې ریاست  د قراردادونو د تړون او د برنامو د ریپوټ وړاندې کولو ترڅنګ، وویل چې د دیني تخصصاتو اوجامعاتو ریاست اداري مسئولین به د دې پروژې په بشپړ او روښانه توګه مخته وړلو کې له هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.
ورپسې د مېلمنو په حضور د دیني تخصصاتو او جامعاتو د بیا جوړونې پروژه پرانیستل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS