د عربي ژبې درناوی او د هغې دریځ په اوسني عصر کې

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۱۳
:

د عربي ژبې درناوی او د هغې دریځ په اوسني عصر کې
دا د هغو مراسمو سرلیک و چې نن د ادبیاتو پوهنځي د ژبې او عربي ادبیاتو څانګې له خوا د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د شیوخو کرامو، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی فضل احمد فاضل، د غالب خصوصي پوهنتون استازي، د پوهنځیو رئیسانو، د دې پوهنځي د استادانو او محصلینو په حضور د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې دایر شول .
مراسم د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شول، وروسته د ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل فضل احمد فاضل مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د قرآن له لیدلوري د عربي ژبې د دریځ او د هغې د زده کړې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
د ادبیاتو پوهنځي رئیس د هرات پوهنتون له رهبري پلاوي څخه وغوښتل چې عربي ژبې ته د علمي منابعو او کتابونو په واک او لاس کې ورکولو ترڅنګ،  د دکتورا برنامو کې د دې څانګې استادانو ته د زده کړې د دوام ورکولو فرصت  چمتو شي تر څو به نږدې راتلونکې کې دا څانګه وکولای شي د ماسترۍ برنامه پیل کړي.
ورپسې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د دې مراسمو له ترسره کوونکو څخه مننه وکړه او د عربي ژبې زده کړه یې اړینه وبلله ځکه د عربي ژبې د زده کړې له لارې  مسلمانان کولای شي چې نړۍ ته د اسلام سپېڅلي دین په خپرولو او د قرآن  د پیغام په رسولو کې بریالي شي.
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس وویل: محصلین نه باید یوازې عربي ژبه زده کړي بلکې د نړۍ په ټولو ژبو باید برلاسي واوسي تر څو وکولای شي د خپل علمي ظرفیتونو د لوړاوي ترڅنګ، د خپلې تولنې ستونزې هم له دې لارې هوارې کړي؛ چې په دې برخه کې د هرات پوهنتون رهبري پلاوی هڅه کوي ترڅو په دې علمي مرکز کې د بهرنیو ژبو مرکز رامنځته کړي.
همدارنګه هغه محصلینو ته توصیه وکړه چې د هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه د لیريوالي ترڅنګ، خپل یووالی او ورورولي وساتي او خپل وخت په مطالعې سره تېر کړي تر څو زموږ د ګران هېواد لپاره روښانه راتلونکی برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS