د لېسانس دورې د زده کړو پېژندنې، د لیلیې د شمولیت او مرکزي کتابوتون کې د عضویت مقررو یو ورځنی ورکشاپ

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۷
img

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فرهنګي کمېټې خپلو نویو شامل شوو محصلانو ته  د لېسانس دورې د زده کړو پېژندنې، د لیلیې د شمولیت او مرکزي کتابوتون کې د عضویت مقررو سره د بلدتیا لپاره یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ. 
د دې کمېټې غړي پوهنیار نجیب الرحمن تره کي د هرات پوهنتون د محصلانو اخلاقي او علمي مسؤولیت په اړه محصلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
د غونډې په دوام د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد او د فرهنګي کمېټې مسؤول پوهنیار عبدالخالق فیضي د لېسانس دورې د زده کړو پېژندنې، د لیلیې د شمولیت او مرکزي کتابوتون کې د عضویت مقررو  په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې. 
دا برنامه د محصلینو د تاوده هر کلي سره مخ شوه او محفل یې د دعا په کولو سره پای ته ورسېد. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS