د هرات او بلخ د پوهنتونونو د رئیسانو لیدنه د علمي همکاریو د پراخولو په موخه

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳
img

د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، چې د هرات پوهنتون رئیس دی، د بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون له رئیس سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د علمي او تعلیمي اړیکو د پیاوړتیا، د اکادمیکو تجربو د تبادلې او د څېړنیزو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. هغوی د علمي کنفرانسونو د جوړېدو، د ګډو تعلیمي پروګرامونو او د استادانو او محصلینو د علمي ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
همداراز، هغوی هیله وښوده چې د هرات او بلخ پوهنتونونو ترمنځ علمي همکاریوې لا پراخې شي او د علمي او تحصیلي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۲۱
Background image

د ښکلو هنرونو او طب پوهنځي له لوري خپلو جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه دايره کړه.

د ښکلو هنرونو پوهنځي او طب پوهنځي له لوري په دو جلا غونډو کي د جديد الشمول محصلانو لپاره د ښه راغلاست غونډه دايره کړه.
په يادو غونډو کي د پوهنځیو رهبري،  استادانو او جديد الشمول محصلانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د تدارکاتو کمیټې غونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د تدارکاتو کمیټې غونډه د پوهنتون د مالي او اداري معاون مولوي غلام رسول سروري په مشرۍ او ددې کمیټې د غړو ترمنځ ترسره سوه.
په دې غونډه کي د پوهنتون د بېلابېلو برخو لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستيال له لوري د کادري روغتون څخه ليدنه وکړه

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي غلام رسول سروري د کادري روغتون د رئیس ډاکتر ذبيح الله اميد او د ياد روغتون کاري چارو او بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کي د. . .

BACK TO NEWS