د هرات پوهنتون او د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۶
:

د هرات پوهنتون او د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني لیدنه د ګذرې ولسوالۍ شاروال الحاج مولوي نعمت الله نعیمي سره په داسې حال کې چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست او د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیریار، یو شمېر رئیسانو او استادانو د پوهنتون د ریاست په دفتر کې حضور درلود، د همکارۍ تړون د هرات پوهنتون ریاست او د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شو.
د هرات پوهنتون رئیس د امارتي مرکزونو او ادارو ترمنځ د دوه اړخېزو علمي- فرهنګي همکاریو پراختیا یو منل شوی امر وبالۀ زیاته یې کړه: د دې تړون د لاسلیک له لارې؛  نه یوازې د امارتي ادارو نواقص او کمبودیانې کمېږي بلکې تحقیقي، علمي او اداري برخو کې هم د دوو خواوو د ظرفیتونو او تجربو د لوړاوي لاره هوارېږي.
وروسته د ګذرې ولسوالۍ ښاروال الحاج مولوي نعمت الله نعیمي د هرات پوهنتون سره د تړون د لاسلیکېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، یاد تړون د دواړو ادارو د اړیکو او همکارۍ د پراختیا او موخو ته د لاس رسي لاره وبلله.
به پای کې دواړو خواوو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۳ محرم ۱۴۴۵ - ۹ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS