د هرات پوهنتون د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د تطبیق او څارني کمېټې غونډه ترسره سوه.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۲
img

د هرات پوهنتون د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د تطبیق او څارني کمېټې غونډه د يادې کمېټې د غړو ترمنځ داېره سوه.
په دې غونډه کي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون مختلف اړخونو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت هغه لارښووني چي د اسلامي احکامو په پلي کولو، د سیرت او صورت د اصلاح په اړه وې، هم بحث او خبرې اترې وسې.
د غونډې غړو دا پريکړه وکړه، چي د یادو موضوعاتو د ښه تطبیق په موخه به اړینه څارنه وکړي، ددې ترڅنګ په يادې غونډه کي پر دې باندي هم بحث وسو، چي ټول کارکوونکي بايد په هرات پوهنتون کي د شرعي، اسلامي او اداري مقرراتو خلاف د جامو په تن کولو څخه په کلکه ډډه وکړي همدارنګه د يادې کمېټې له لوري د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته د دیني او کلتوري ارزښتونو پر احترام او بشپړې همکاري کولو باندي هم ټينګار وسو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د ټولنپوهني محصلانو علمي سفر؛

د اجتماعي علومو پوهنځي د ټولنپوهني څانگې د دريم ټولگي زده کونکو د خپلو استادانو په لارښودني د کليوالي ټولنپوهنې د مضمون اړوند د کلیوالو سیمو د ستونزو پیژندلو او د کلیو د وضعیت د څېړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د علمي اعتبار ترلاسه کولو د چوکاټ پوهاوي اړوند سمینار وړاندي سو.

په اقتصاد پوهنځي کي د دريو څانګو او فرعي کمېټو مسؤلينو همدارنګه اداري کارکوونکو ته د علمي اعتبار ترلاسه کولو چوکاټ د پوهاوي اړوند يو ورځنی سمينار وړاندي سو.
 دا سمينار د علمي او تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د جديد الشمول او ممتازو محصلينو غونډه ترسره سوه!

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د فرهنګي کمېټې له لوري جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د (۱۴۰۴) هـ لمريز کال د پسرلني سميسټر ممتازو محصلينو ستاينغونډه ترسره سوه! 
دا غونډه د. . .

BACK TO NEWS