د هرات پوهنتون د خدماتي کارکوونکو ستاینه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۹
img

د هرات پوهنتون مالي او اداري معاونیت د دې معاونیت د خدماتي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو او کوښښونو ستاینه وکړه او په یوه غونډه کې هغوی ته جایزې ورکړې.
دې معاونیت په دې وروستیو کې ټول خدماتي کارکوونکي په دولسو ټیمونو ویشلي دي او هر ټیم ته یې ځانګړي کاري ساحې ټاکلې دي. په دې ټیمونو کې، د "حضرت عمر (رضی الله عنه)" او "حضرت علي (کرم الله وجهه)" ټیمونه خپلې ټاکلې ساحې په غوره ډول برابرې کړې او په همدې دلیل دواړو ټیمونو لومړی مقام وګاټه او جایزې یې ترلاسه کړې.
مالي او اداري معاونیت له نورو ټیمونو څخه غوښتنه کړې چې په راتلونکو پړاوونو کې زیاتې هڅې وکړي تر څو د جایزو ګټلو چانس ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS