د هرات پوهنتون د سړکونو ریګریزي پیل

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۱۳
img

نن ماښام د هرات پوهنتون مالي او اداري معاونیت د هرات ولایت د فواید عامې ریاست په همکارۍ د پوهنتون دننه د سړکونو ریګریزي پیل کړه.
د هرات پوهنتون مالي او اداري معاون قاري محمد بشیر مجاهد د فواید عامې ریاست له هر اړخیزو همکاريو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنتون ټول دنني سړکونه به ریګریزي شي او وروسته به د هغوی د قیر کولو لپاره چمتووالی ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون د سړکونو د قیر کیدو سره به د پخوانیو ستونزو حل رامنځته شي او د پوهنتون ټولو غړو ته به غوره شرایط برابر شي.
دا هم باید وویل شي چې د هرات ولایت د فواید عامې ریاست د پوهنتون له ریاست سره سلګونه موټره ریګ مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS