د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
img

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ عبدالغني حقاني د مسلمانانو د وروسته پاتې والي په هکله خبرې وکړې او د هغې له مهمو لاملونو څخه یې د اسلامي ارزښتونو نه پاملرنه وبلله. نوموړي ټینګار وکړ چې د اصلي لارې ساتل، د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا د ټولو له اساسي مسؤلیتونو څخه دي.
د پوهنتون رئیس همدارنګه د قوي عقیدې پیاوړتیا، د مسلکي پوهې لېږدل، د محصلینو اسلامي روزنې او د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د فرمانونو په تطبیق ټینګار وکړ.
وروسته د علمي چارو مرستیال مفتی هدایت‌الله منیب د رئیس د خبرو تایید وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو منګولو لګولو او د محصلینو د درسي کیفیت د ښه والي په اړتیا یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهنوال ډاکټر نورعلي مهمند د استادانو او محصلینو له خوا د علمي څېړنو د پراختیا په اهمیت خبرې وکړې او د پوهنتون په علمي پرمختګ کې یې د هغې رول مهم وباله.
وروسته د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبدالهادي یاسر د فرهنګي کمیټو، د محصلینو د خدماتو، د کارشناسۍ کمیټې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لارښوونې او لوایح بیان کړل.
په دوام کې د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد د ۱۴۰۴ کال د پلان د تطبیق کلنی راپور وړاندې کړ او د هرات پوهنتون د شمالي دروازې د بیا پرانستلو او د پوهنتون په املاکو کې د خصوصي شرکتونو د پانګونې د جلب په اړه یې معلومات ورکړل.
همدارنګه د کیفیت د تضمین آمر پوهنمل احمد فیصل اکبري د ۱۴۰۴ کال راپور او د هرات پوهنتون د علمي پروګرامونو د دورې عملي پلان تشریح کړ.
په پای کې د غونډې غړو د استادانو د ترفیع، تثبیت او انفکاک دوسیې وڅېړلې او اړینې پرېکړې یې وکړې.
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
آمریت ارتباطات وآگاهی عامه پوهنتون هرات

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS