د هرات پوهنتون د ليليې د کمپيوټر د زده کړې د ټولګيو پای

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۵:۱۸
img

د هرات پوهنتون د ليليې 47 محصلان د کمپيوټر د درې مياشتنيو زده کړو څخه فارغ شول. 
په دې موخه جوړ شوي محفل کې چې د شرعياتو پوهنځي په سالون کې جوړ شوی و، لومړی د قران کريم څو مبارک ايتونه تلاوت شول. 
ورپسې د محصلینو د چوپړتیاوو د انسجام امر نظام الدين ملکي د دې برنامې په اړه وضاحت ورکړ. او ويې ويل چې دوی همېشه کوښښ کوي چې په بېلابېلو برخو کې محصلينو ته د کمپيوټر زده کړه ورکړي. 
وروسته د دې برنامې استاد محمد حمزه رحيمي د هرات پوهنتون له مشرانو او په ځانګړې توګه د محصلينو د انسجام له امريت نه مننه وکړه چې دا ډول برنامې جوړوي. هغه د محصلينو لپاره دا ډول برنامې له ارزښت ډکې وګڼلې او د ليليې له مديريت څخه يې وغوښتل چې دا ډول برنامو ته پراختيا ورکړي. 
په آخر د دې برنامې زده کوؤنکو ته تصديق نامې ورکړل شوې. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS