د هرات پوهنتون د چمن کاري، گل کاري او چاپېریال جوړونه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
img

د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیال له لوري د پوهنتون د چاپېریال د شينوالي، ښکلا او پاکوالي لپاره د خدماتي کارکوونکي د حضرت ابوبکر صدیق (رضي الله عنه)، حضرت معاویه (رضي الله عنه) او حضرت مصعب ابن عمیر (رضي الله عنه) په ټيمونو باندي وويشل سوه.
ددې پروگرام له مخي هر ټیم د پوهنتون  دننه د چمن کاري، گل کاري، اوبه ورکولو او د پاکولو په څېر دندې به ترسره کوي.
د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي غلام رسول سروري په دې اړه خدماتي کارکوونکو ته وویل: "زموږ ددې پلان موخه د محصلانو او استادانو لپاره د یو ښکلي، پاک، شنه او مناسب چاپيريال او فضا برابرول دي، ترڅو د زده کړې کولو ترڅنګ د یو آرام او مناسب چاپېریال څخه هم برخمن سي."
نوموړي زياته کړه، چي دا ګام د پوهنتون د شنې فضا د ښه والي او پراختیا لپاره د نورو کارونو د پیل نمونه ده او په راتلونکي کي به د پوهنتون د چاپېریال د کیفیت د لوړولو لپاره ورته پروگرامونه پیل سي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS