د هرات پوهنتون علمي شورا جوړه شوه.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۸
img

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، په مشرۍ او د معاونینو، د پوهنځیو د رئیسانو او د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. 
وروسته، د هرات پوهنتون رئیس د شفافو ازموینو پر ترسره کولو، له محصلانو سره د ښه او په شفقت ډک چلند، او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت هیئت ته د اسنادو د وړاندې کولو لپاره پر پوره چمتووالي ټینګار وکړ. 
په دوام کې، معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو د خپلو کاري راپورونو د وړاندې کولو تر څنګ خپل وړاندیزونه او نظریې هم څرګندې کړې. 
همدارنګه په دې ناسته کې د مقررۍ او ترفیع د دوسیو، د حقونو لارښوونو، د محصلانو استازیتوب او ګډون، د پوهنتون د مشاورې مرکز د خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالي، د وترنري علومو پوهنځي د پتو بیولوژي ماسټرۍ پروګرام تدریسي نصاب، د پوهنځیو د تحقیقي فعالیتونو د تحقیقاتو له معاونیت او علمي مجلې سره د همغږۍ، او همدارنګه د مکتوبونو پر وختي ځواب‌ ورکونې جدي پام، بحث او نظر تبادله وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS