د پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له خوا د تحصیلي مرکزونو په کچه د اعتبار ورکولو سند د نویو چک لېستونو د څېړلو ورکشاپ

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۸:۴۴
:

د پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له خوا د تحصیلي مرکزونو په کچه د اعتبار ورکولو سند د نویو چک لېستونو د څېړلو ورکشاپ د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوی عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست او د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د تضمین کیفیت، علمي تحقیقاتو او د فوق لیسانس پروګرامونو آمرانو، د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو، او د پوهنځیو د کمیټو مسؤولینو په حضور د پوهنتون د علمي تحقیقاتو مرکز د کنفرانسونو په سالون کې دایر شو .
دا ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت د کتونکو او څېړونکو ډلې غړي پوهنوال دوکتور محمد یوسف امیني په واسطه مخ ته یوړل شو چې په دې ورکشاپ کې یې حاضرینو ته د تحصیلي مرکزونو په کچه د اعتبار ورکولو سند د نویو چک لېستونو په اړه معلومات ورکړل. 
د یادونې وړ ده چې د هرات پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت تر اوسه د پوهنځیو تضمین کیفیت برخو مسوؤلینو، د څانګو آمرانو، د اداري واحدونو آمرانو او مدیرانو ته او همدارنګه د دې تحصیلي مرکز د رهبري هیأت په کچه یې څلور زده کړیز ورکشاپونه دایر کړي دي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۸ شوال ۱۴۴۴ - ۱۹ ثور ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS