د ښوونې او روزنې پوهنځي د نويو محصلانو د پېژندنې او هر کلي محفل جوړ شو.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
img

دا محفل د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. 
وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنوال بصير احمد کريمي مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، نويو محصلينو ته د برياليتوب هيله څرګنده کړه. ده همداراز د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتيژيک پلان هم تشريح کړ. 
د غونډې په دوام د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار هم نويو محصلينو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ټولنې په جوړولو کې د محصل پر نقش خبرې وکړې. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسلکي زده کړو د تقويت په باب پر څېړنو ډېر ټينګار وکړ او دغه راز يې پر محصلينو غږ وکړ چې خپل يووالي  وساتي او د افغانستان خلکو ته د ښو شرايطو په رامنځ ته کولو کې کوښښ وکړئ. 
دغه راز د جغرافيې څانګې آمر احمد بصير احمدي او د فزيک څانګې آمر ذبيح الله اسحاقي هم د کرېډېټ سيستم او د ښوونې او روزنې پوهنځي بېلابېلې څانګې محصلينو ته ور وپېژندې. 
دا مراسم د دعا په کولو سره پای ته ورسېدل. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS