د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
img

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو په ارزښت په عصري او معیاري وسایلو سمبال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هرات پوهنتون علمي معاوین مفتي هدایت‌الله منیب د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت او د ټيکا له محترم دفتر څخه د دې کتابتون د عصري او معیاري تجهیز له امله مننه او قدرداني وکړه.

همدارنګه د ټيکا دفتر رئیس ډاکټر عرفات دنیز وویل چې دغه دفتر تل هڅه کوي څو په پوهنتونونو کې علمي او فرهنګي پروژې پلې کړي او د علمي برخو د پیاوړتیا لپاره اړینې همکارۍ ترسره کړي.

له بلې لوري په هرات کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل تُزجان قاضي‌اوغلو د هرات پوهنتون د مهمو پروژو په پلي کولو کې د ټيکا دفتر د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ترکیې هېواد تل هڅه کوي له دوست او ورور هېواد افغانستان سره خپلې علمي او فرهنګي همکارۍ لا پراخې کړي.

ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفي‌الله احمدي د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت او د ټيکا دفتر له همکاریو څخه خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

BACK TO NEWS