د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډیزاین او زده‌ کړې اونيز سمينار راپيل شو

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
img

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت د رسنيو مرکز له لوري د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډيزاين زده کړې اونيز سمينار راپيل شو.
ددې سمينار ښوونيزي چاري د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دوو تنو استادانو له لوري مخته وړل کيږي، چي موخه يې د محصلانو علمي، عملي او تخنيکي  ظرفيت لوړول دي.
د رسنيو عملياتي مرکز مسؤولينو په وينا، ددې ډول پروګرامونو پیل د همدې مرکز د دوامداره هڅو يوه برخه ده، چي د محصلینو عملي مهارتونه پياوړي کوي،  هغوی په دې اړه زياتوي، چي د ژورنالیزم محصلینو د وېبپاڼې د ډیزاین او مدیریت مهارتونو زده کړه کولاي سي د راتلونکي لپاره د ډیجیټل خپرونو، آنلاین منځپانګې تولید او خپلواکو رسنیو د پراختیا لپاره غوره زمینه برابره کړي.
ددې سمینار وړاندي کوونکو استادانو له لوري بیا محصلینو ته ددې سمينار د زده کړې پر ارزښت او د عصري مهارتونو پر زده کړې باندي ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS