قهرمانی تیم فوتبال پوهنحی زراعت در مسابقات فوتبال جام محصل

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۴
:

د محصل جام فوټبال سیالیو کې د زراعت پوهنځي د فوتبال ټيم اتل ولي
د هرات پوهنتون سرپرست او د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار مولوي منت الله آخندزاده،  د پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار 
د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس شاه رسول احراري، د محصلانو چارو او د اداري برخو مدیرانو او آمرانو، د زراعت پوهنځۍ او نورو پوهنځيو رئیس صاحبانو په حضور کې د محصل جام د فوتبال سیالۍفینال د دوو فوټبال  ټیمونو د زراعت پوهنځي او ساینس پوهنځي په رقابت سره د هرات ولایت په ورزشي استډیوم کې پای ته ورسېده. 
دا سیالۍ چې د هرات پوهنتون د ورزش مدیریت په ابتکار (نوښت) د هرات پوهنتون د ۱۶ پوهنځیو د فوټبال ټیمونو ترمنځ په لاره اچول شوې وه، په پای کې د زراعت پوهنځي د فوټبال ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسېده. 
د یادونې وړ ده : چې د محصل جام سیالۍ هر کال د ورزش په بېلابېلو څانګو کې د هرات پوهنتون د عمومي ورزش مدیریت او د محصلینو د خدماتو چارو د انسجام آمریت له خواه د هرات پوهنتون د پوهنځیو او د پوهنتون د محصلینو ترمنځ د سالمې روحیې د رامنځ ته کولو په پار د هرات پوهنتون د رهبري هیأت په همکارۍ او د محصلینو په ګرم او تود هرکلي سره تر سره کېږي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۴- ۲۷ چنګاش ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS