مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس وکتل

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۵۶
""

په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس عبدالله اکبري او مل پلاوي سره د پوهنتون رياست په د فتر کې وکتل. په لومړي سر کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده د دغه علمي بنسټ پر پېژندنې خبرې وکړې او هېوادوالو ته د باکيفيته چوپړتياوو وړاندې کول او لازمو آسانتياوو برابرول همدارنګه د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليکونو لاسليک کول مهم وبلل. دغه راز ښاغلي آخندزاده د نابشپړو پروژو نه بشپړېدل او د پوهنتون د ننه سړکونو نه پخېدل د دغه علمي بنسټ له ستونزو څخه وبلل او د هرات ولايت د ښارجوړونې له رياست څخه یې وغوښتل چې دهرات پوهنتون سره په دې برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي. ورپسې د هرات ولايت د ښار جوړونې رئيس عبدالله اکبري د هرات پوهنتون له مسئولينو سره د ليدنې ترڅنګ، دغوره چوپړتياوو د وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د هوکړه ليکونو رامنځته کول مهم یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د نا بشپړو شويو ودانيو د بشپړېدو په برخه کې به د هرات پوهنتون سره مرسته کوي. په پای کې راغلیو پلاويو، مېلمنو او د پوهنتون مسئولينو د پوهنتون له بيلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS