نويو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۰
img

د پوهنتون د محصلانو د انسجام امريت نويو محصلانو ته د ښه راغلاست د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د بېلابېلو پوهنځيو د رئيسانو، استادانو او محصلينو په حضور کې د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې د ښه راغلاست محفل جوړ کړ. 
دا مراسم د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول. 
وروسته د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د هرات پوهنتون موخې، اصول او مقررات تشريح کړل. هغه وويل چې په پوره تقوا، اخلاص او پاک نيت سره د درسونو مخته بېول د هېواد د پرمختګ لامل کېږي. 
هغه دغه راز د محصلينو د هڅوونې ترڅنګ، له دوی څخه وغوښتل چې په ځاني او ټولنيزو اخلاقو سره خپلو درسونو ته دوام ورکړي. او هر کله چې د کومې ستونزې سره مخامخ شوئ، د خپلو پوهنځيو له مسؤلینو څخه مرسته وغواړئ‌. 
د غونډې په دوام د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس خبرې وکړې. هغه هم محصلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون بېلابېل لوايح او مقررات تشريح کړل. هغه وويل چې د دغو مقرراتو مرعات کول د نظم او دسپلين سبب ګرځي. 
په آخر کې د محصلينو د چوپړتیاوو د انسجام امر نظام الدين ملکي د ټولو هغو خدمتونو يادونه وکړه چې د درس په جريان کې يې دوی ته ترسره کوي. 
هغه وويل چې په دې برخه کې يوه متنوعې تګلاره تر لاس لاندې لري، چې په ترڅ کې به يې محصلين وکولاي شي په ښه توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړئ. دا مراسم د دعايې په کولو سره پای ته ورسېدل. 
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS