په هرات پوهنتون کې د «تدریس د بهیر اړین مهارتونه» تر عنوان لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
img

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف مرکز د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د استادانو د مسلکي مهارتونو د ورکشاپونو له لړۍ څخه، د «تدریس د بهیر اړین مهارتونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار جوړ کړ.
د دې سمینار اصلي موخه د تدریس په برخه کې د استادانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د نوې تعلیمي پداګوژۍ او معاصرې میتودولوژۍ د اصولو پر بنسټ، بلل شوې وه. په دې پروګرام کې د هرات پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۲۵ تنه استادانو ګډون کړی و.
د سمینار د اسانتیا برابرولو او وړاندې کولو چارې د پوهنمل بصیراحمد عزیزی، د تعلیم او تربیې پوهنځي د علمي کادر غړي، پر غاړه وې. د پروګرام په لړ کې مهم موضوعات لکه د اړیکو مهارتونه، د درسي ټولګي مدیریت، د تعلیمي ټکنالوژیو کارونه، ارزونه او فیډبک، او اخلاقي او مسلکي مهارتونه وڅېړل شول.
د ګډونوالو په وینا، د دې سمینار ترسره کېدل د معاصرو تدریسي لارو چارو له پېژندنې، د نوښتګرو تعلیمي میتودونو له عملي کولو او په هرات پوهنتون کې د تدریس د کیفیت له لوړولو سره اغېزمن رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS