د هرات پوهنتون د علمي شورا جلسه وشوه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۸:۲۷
img

د هرات پوهنتون د رئیس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار په حضور کې د هغه مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او نورو غړو د  پوهنتون علمي شورا وکړه. 
د شورا په لومړيو کې د پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ، په همدې ډول د هغه مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځيو نورو رئيسانو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل. 
همدارنګه د هرات پوهنتون علمي مرستيال محمد موسی فایق هم د پلانونو اړوند د پوهنتون د علمي او اکاډميکو فعاليتونو په هکله خبرې وکړې او د ۱۴۰۳ کال د لومړۍ ربع راپورې يې غونډې ته وړاندې کړ. 
د غونډې په دوام د غونډې نورو غړو هم خپل نظریات تبادله او د تقرر د دوسيو، د استادانو د ترفيع او انفکاک اړوند يې خپل نظرونه ورکړل. 
د يادونې وړ ده چې دې جلسه ته د پوهنتون د دعوت او ارشاد د کمېټې غړي هم ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS