د غاښ کښلو څخه وروسته د انتي بيوتيکو څخه ګټه اخيستل او د پروتيز د موفقیت ګراف پر غاښ او ايمپلنټ تر سرليک لاندې علمي او څېړنيز کنفرانس

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۳
img

د هرات پوهنتون د ستومانولوژي پوهنځي د استادانو د علمي او مسلکي وړتياوو د لوړولو لپاره د غاښ له کښلو څخه وروسته د انتي بيوتيکو څخه ګټه اخېستل او د پروتېزونه موفقیت پر غاښ او ايمپلنټ باندې علمي او څېړنيز کنفرانس ورکړل شو. 
دا کنفرانس د هرات پوهنتون د رئیس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د ستومانولوژي پوهنځي رئيس پوهنيار ابوعلی لطيف، استادانو او محصلینو په حضور کې د شرعياتو پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې ورکړل شو. 
د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د څېړنو او مجلې له علمي معاونيت څخه په مننې په اسلام کې د انسان د ارزښت په اړه وويل :« چې د اسلام له نظره د يوه انسان ژغورل، د ټول بشر ژغورل دي.» هغه دغه راز زياته کړه چې د هرات پوهنتون رهبري هیئت تل کوښښ کوي چې د محصلینو لپاره د زده کړه مناسبه فضا برابره کړي. تر څو دوی وکولای شي په ارامو اعصابو خپل تحصيل ته ادامه ورکړئ. 
د هرات پوهنتون رئيس همدارنګه د زده کړو ترڅنګ په اخلاقو او انسان دوستۍ باندې هم ټينګار وکړ او دا يې په اسلام کې د ښوونې او روزنې له ارکانو څخه وګڼل. 
وروسته د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهاند عزيزالرحمن نيازي د کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وويل چې دا معاونيت غواړي چې علمي او څېړنيز ګډ کارونه د غاښونو په برخه کې ترسره کړي. 
د غونډې په دوام پوهنمل دکتور عزیز. عرفان او پوهنيار مجيب الله جهيد په غاښونو کې د انتي بيوتيکو د ضرورت په اړه خبرې وکړې. 
وروسته د طب د پوهنځي استاد پوهاند خلیل احمد آذر د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه او د کنفرانس نچوړ يې وړاندې کړ. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS