د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت محترمو وزیرانو د جامعهِ دارالعلوم الحکیمیهِ څخه لیدنه وکړه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۴:۳۳
img

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي حبیب الله اغا صاحب دواړو تېره ورځ پنجشنبه په کندهار ولایت کې له جامعه دارالعلوم الحکیمیهِ څخه د لیدنې په ترڅ کې د استادانو او طلباء کرامو جوړې شوې لویې غونډې ته ویناوې وکړې.

دواړو وزیر صاحبانو د دغه لویې غونډې پر مهال پر خپلو ویناوو  او سپارښتونو کې د استادانو خدمتونه او هڅې وستایلې، او د علم پر کیفیت او لا ښه والي یې ټینګار وکړ، همداراز  استادانو او طلباء کرامو ته یې نېکې او نورې مهمې توصیې او سپارښتنې وړاندې کړې. او هم یې طلباء کرام راتلونکو ازموینو ته د ښه تیاري کولو په موخه تشویق او متوجه کړل.

همداراز د یادې ناستې په لړ کې دواړو وزیر صاحبانو استادان او طلباء کرام د افغانستان اسلامي امارت د زعیم او مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د منظور شوي نصاب د رعایت او عملي کولو په اړه  خپلو دندو او مسولیتونو ته لا متوجه او و هڅول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS