د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د انوارالعلوم اسلاميه مدرسې په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۰:۵۰
img

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل انوارالعلوم اسلامیه مدرسې په فراغتغونډه کې فاضلانو، د مدرسې استادانو او د فارغو فاضلانو د کورنیو غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د علم او طالب العلمانو په مقام او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «علم د انسان لپاره یو ستر نعمت دی، که علم نه وای، اسلام، عبادت او حتی د انسانیت کرامت به نه و او جنت ته د تلو لاره به ورکه وه.» 

نوموړي فارغو فاضلانو ته په خطاب کې وویل، چې اوس تاسو ته د عالم نسبت کېږي او عالمان د پیغمبر ﷺ وارثان دي، د نوموړي په وینا؛ اوس باید تاسو د دین د احیاء او نورو ته د دین رسولو کې د پیغمبر ﷺ په پله پل کېږدئ او نورو مسلمانانو ته د نجات لارې روښانه کړئ.

د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه، چې تاسو ته ډېر ستر مسؤلیتونه متوجه دي، په ښه ډول یې ادا کړئ او د تر لاسه کړي علم په رڼا کې، د باطل مقابله او د اسلامي نظام ملاتړ وکړئ.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS