*د هرات پوهنتون، د هرات د زراعت او مالدارۍ تولیداتو خونې، او د ستوماتولوژۍ پوهنځي او د هرات د غاښونو ډاکترانو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامو لاسلیک*

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۲:۲۹
img

په دې موخه غونډه د هرات پوهنتون د رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د هرات د زراعت او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس حاجي بشیر احمد بهادري، د ستوماتولوژۍ پوهنځي رئیس پوهنیار ابوعلي لطیف، او د غاښونو ډاکترانو د اتحادیې رئیس ډاکټر امید آرین په ګډون د پوهنتون د ریاست په غونډو خونه کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې د همکارۍ تفاهمنامې لاسلیک شوې.
په دې غونډه کې د هرات پوهنتون رئیس وویل: "د دې تفاهمنامو لاسلیک به د مسلکي پوهې د تبادلې، علمي او عملي همکاریو د پیاوړتیا او د پوهنتون، د زراعت او مالدارۍ تولیداتو خونې، او طبي ټولنې ترمنځ د دوه اړخیز پرمختګ لپاره لار هواره کړي. دغه همکارۍ به د زده کړو کیفیت او تخصصي خدمتونو په لوړولو کې ډېر اغېز ولري."
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دواړو خواوو د علمي او تخصصي ظرفیتونو په ګټه اخیستنې سره به د پوهې د پراختیا، څېړنو، او د ټولنې لپاره د ښه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي.
په دې مراسمو کې د زراعت او مالدارۍ تولیداتو خونې او د غاښونو ډاکترانو اتحادیې استازو هم د دې همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دې تفاهمنامو د موادو د پلي کولو لپاره به په پوره توان سره کار وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS