*د لومړي ځل لپاره د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د (Hernia) چوره ناروغۍ جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره سو!*

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۳۸
img

د هرات پوهنتون په کادري روغتون کي د متخصصو ډاکټرانو په مرستې سره د لومړي ځل لپاره د (Hernia) چوره په نوم عمليات ترسره سول.

په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د هرات پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني، مالي او اداري مرستيال مولوي غلام رسول سروري، د کادري روغتون رئیس ډاکټر ذبيح الله اميد، د طب پوهنځي رئیس پوهندوی ډاکټر شفيق احمد جويا، د طب پوهنځي استادانو، د ياد روغتون متخصصانو، ستاژرانو او يو شمېر نورو مېلمنو ګډون درلود.

ددې لاستې راوړني په مناسبت د هرات پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني د عملياتو د پېل په تړاو د لوړو زده کړو وزارت او د هرات ولايت مقام او د کادري روغتون د رئيس او د متخصصو کادرونو   د هڅو او ملاتړ څخه مننه او قدرداني وکړه، نوموړي زياته کړه چي د ( هرات پوهنتون او کادري روغتون لپاره دا نه يوازي يو لوی ګام دی، بلکي د روغتيايي خدمتونو په وړاندي کولو کي يوه مهمه لاسته راوړنه ده، دا ددې علمي بنسټ د مسلکي ظرفيت نښه هم ده؛ ځکه د همدې روغتون پر بنسټ به خلکو ته غوره او ارزښتناک روغتيايي خدمات وړاندي سي).

هغه په خپلې وينا کي زياته کړه چي (د افغانستان اسلامي امارت تل په دې هڅه کي دی، چي خپل افغان شريف ولس ته د روغتيا په برخه کي د ځوان متخصص او ژمن کادرونه کوم چي ددې خاوري راتلونکي هيلي دي، د هغوی د علم، تخصص او نه ستړي کېدونکو هڅو پر مټ اړين روغتيايي خدمتونو وړاندي کړي او افغانانو ته يوه سالمه ټولنه ډالۍ کړي).

د ياد کادري روغتون رئیس ډاکټر ذبيح الله اميد ددغې لويې لاسته راوړني په پار د هرات شريف ولس، د روغتون ډاکټرانو او ستاژرانو ته مبارکي وويل او د پوهنتون د رئیس، مالي او اداري معاونيت، طب پوهنځی رئیس او د روغتون متخصصو د هڅو او همکاريو څخه مننه وکړه، هغه زياته کړه چي کادري روغتون رهبري به تل دا هڅه کوي چي ولس ته د ښه خدمت تر څنګ د طب پوهنځي ستاژرانو ته تخصصي پوهه هم وليږدوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د فزیک د څانګې په عصري لابراتوار کې د فوتوالېکټریک اغېز د الې فعالول

د ساینس پوهنځي د فزیک دیپارتمنټ په عصري لابراتوار کې د فوتوالېکټریک اثر اله رسماً فعاله شوه. 
دا اله د عصري فزیک په برخه کې له مهمو وسایلو څخه ده او د فوتوالېکټریک اثر د پدیدې د څېړلو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د افغانستان د وړو او منځنیو صنایعو په پراختیا کې د صنعتي ملکیت د حقونو ونډه

د "د افغانستان د وړو او منځنیو صنایعو په پراختیا کې د صنعتي ملکیت د حقونو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي سمینار د پوهنیار محمد ادریس پناه، د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

په امارتي ادارو کې د کارورزۍ د اهمیت په اړه پوهاوی

د هرات پوهنتون د اداره او پالیسي عامه  پوهنځي د «په امارتي ادارو کې د کارآموزۍ د دورې ګټې» تر سرلیک لاندې علمي سمینار د پوهنیار حبیب‌الله حیدري، چې د دې پوهنځي د کارورزۍ مرکز مسوول دی،. . .

BACK TO NEWS